امنیت

شپاړس طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د کب ۹ مه / باختر
په قندهار کې ۱۶ وسله وال طالبان په نويو هوايي بريدونو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په ميوند او پنجوايي ولسواليو کې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې يوه جګپوړي پوځي مقام باختر آژانس ته وويل چې پر دغو وسله والو طالبانو د دوى پر پټنځيو هغه وخت بريدونه وشول چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر څو امنيتي پوستو بريدونو ته تياري نيو.
هغه په یادو بريدونو کې د١٦ وسله والو طالبانو وژل کېدل تائيد کړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبرله مخې: پوځيانو د قندهار له ګڼ ميشتو لارو څخه د٢٦ ماينونو په کشف اوشنډولو سره ديولړچاودنو مخه ونيول.
د دغو ماین ښخونو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته