امنیت

شپاړس طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

– کابل / د کب ٨ مه / باختر
شپاړس وسله وال طالبان په ننګرهار کې د هېواد د هوايي ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په شېرزادو، خوږياڼيو او هسکې مينې ولسواليو کې بريدونه وشول.
د ننګرهار يوې امنيتي سرچينۍ باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول.
سرچينې په يادو هوايي بريدونو کې د ١٦ وسله والو طالبانو وژل کېدل تاييد کړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونو په ننګرهار کې د ٢٠ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماين ښخونو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته