خبرونهامنیت

شپاړس طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر

د ننګرهار په خوږیاڼیو او شېرزادو ولسوالیو کې ۱۶وسله وال طالبان له پوځيانو سره  په نښتو کې وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنيي قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي دي، په دغو عملیاتو کې چې پرون ناوخته وشول، د وسله والو طالبانو دوه مهم مرکزونه، وسلې او مهمات هم له منځه يوړل شول.

په وژل شویو کې د وسله والو طالبانو ۵ سرګروپان هم شامل دي.

سيمه ييز چارواکي وايي: پر دغو وسله والو طالبانو هغه وخت بريدونه وشول چې غوښتل یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه ترسره کړي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته