امنیت

شپاړس طالبان په هرات کې ووژل شول

کابل / د غبرګولي ٢٣ مه / باختر
په هرات کې ١٦ وسله وال طالبان له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول او ٥ نور ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار په کوه زور او شينډنډ ولسواليو کې له هغه وروسته ونښتې چې وسله والو طالبانو د پوځيانو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
د هېواد په لويديځ کې د ظفر قول اردو د رسنيو دفتر باخترآژانس ته وويل؛ په دغو نښتو کې ١٦وسله وال طالبان ووژل شول او ٥ نورټپيان شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، د وسله والو طالبانو له برېدونو وروسته پوځيانو د هوايي ځواکونو په ملاتړ پر وسله والو طالبانو له ځمکې او هوا برېدونه وکړل.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته