امنیت

شپاړلس طالبان په روزګان کې ووژل شول

١١- کابل / دمرغومي ٢٦مه /باختر
شپاړلس وسله وال طالبان په روزګان کې له افغان ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول.
د رارسېدلوخبرونوله مخې، دغه وسله وال طالبان د خاص روزګان، دهراود او د ترينکوټ ښار ته څېرمه په ځينوسيموکې د افغان ځواکونو پر پوستو د بريدونو لپاره راتول شوي وچې له ځمکې اوهوا څخه پرې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې بريدونوکې ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د دغې جګړې په بهيرکې د يرغلګرو يوشمېر وسلې اومهمات هم د افغان ځواکونولاس ته ورغلي دي.
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونو د روزګان له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٢٢ ماينونو په کشف اوشنډولو سره د يو لړچاودنومخه ونيوله .
ختم_ ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته