امنیت

شپيته تنه وسله وال طالبان په دانګام کې ووژل شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٨
په هغو عملياتوکې چې پرون د کونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې تر سره شول ، ٦٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په ختيځ زون کې د د ٢٠١ سيلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال محمد زمان وزيري د باختر آژانس خبريال ته وويل: نوي پيل شوي عمليات په خاصو تکتيکونو سره پرمخ ځي او مخالفين په شا تمبول شوي دي .
ده زياته کړه: په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د دغو عملياتو په بهيرکې ٦٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شوي او يو شمېر نوريې ټپيان شوي دي.
خبرځاى زياته کړه: ددغو عملياتو له امله ځينې سيمې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې دي او عمليات لاتراوسه پورې دوام لري.
ده زياته کړه چې د اتو تنو وسله والو کسانو مړي په کانتيوال سيمه کې پاتې شوي وو چې نن د سيمې خلکو ته وسپارل شول .
د ده د څرګندونو له مخې: په دغو عملياتوکې دوه تنه افغان ځواکونه شهيدان او اته تنه نور ټپيان شوي دي چې د ټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته