امنیت

داوکراين دختيځ په نښتو کې ددوه اتيا تنو وژل کيدل .

کيف  باختر د سلواغې نولسمه :
داوکراين حکومتي خبرځايونو او ددغه هيواد دختيځ بيلتون غوښتوونکو په تيرو څليرويشتو ساعتو کې  ددونتسک او لوهانسک په ښارونوکې دنښتو او ډزو په بهير کې  ددوه اتيا تنو اوکرايني ځواکونو او دپوځي مليشو او دملکي  وګړو دوژل کيدو خبر ورکړ .
داوکراين دتروريستي ضد عملياتو دمرکز مطبوعاتي دفتر پرون په يوه ټولنيزه شبکه کې ديوې وينا په خپرولو سره اعلام وکړ چې اته څلويښت تنه وسله وال تروريستان  په دونباس سيمه کې دوسله والو نښتو په بهير کې ووژل شول او دوه ويشت تنه نورې پوځي مليشې ټپيانې شوې .
داوکراين دتروريستي ضد عملياتو دمرکز مطبوعاتي دفتردغه راز دپوځي  مليشو دڅو ټانکونو دويجاړيدو خبر ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته