امنیت

شپږطالبان په پکتيکا کې ووژل شول

کابل \ د غویي16مه \ باختر
شپږ وسله وال طالبان په پکتيکا کې په جګړه کې ووژل شول او٤ نورتپيان شول.
دغه نښته تېره شپه په جاني خيلو ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې پوځيانو د وسله والو طالبانو په پټځي او د هغوى د سپرلۍ په کاروان بريدونه وکړل.
د هېواد په ختيځ کې يوه جګپوړي پوځي مقام باختر آژانس ته وويل: په دې نښته کې د يو سيمه ييز قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان ووژل شول او٤ نور ټپيان شول.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د سه شنبې په شپه هم د جاني خيلو ولسوالۍ د پوځيانو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې ډګرو چې په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان ملااسماعيل او د هغه ساتونکى ووژل شول او څه ناڅه ١٠ نورطالبان ټپيان شول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته