امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې ووژل شول

کابل باختر د زمري لسمه شپږ تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول . په دغو طالبانو تېره شپه د فراه ولايت ښارته څېرمه کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و ، بريد وشو . د هېوادپه لويديځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې نښته کې دطالبانو په ډلې پورې اړوند شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول . ده وويل چې دغه طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و چې برېد پرې وشو ويل کېږي چې په دغو نـښتو کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى . ختم _ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته