فرهنګ

شپږ رسانه يي شکايتونه او سرغړونې وڅېړل شوې .

– کابل /د وري ٣٠مه /باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير په مشرۍ نن د رسانه يي سرغړونو اوشکايتونو د څېړنې کمېسيون غونډه وکړه .
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د شپږو رسانه يي سرغړونو اوشکايتونو په اړه چې د يوشمېر دولتي اوغير دولتي بنسټونوله خوا کمېسيون ته رسېدلې و، خبرې وشوې.
د کمېسيون غړو د رسانه يي سرغړونو او شکايتونو له څېړنې وروسته د کمېسيون د اصولو اوصلاحيتونو له مخې د هر مورد په اړه لازمې پريکړې وکړې.
دغه راز د يوشمېر مواردو په اړه د شکايتونواړونده لوري کمېسيون ته حاضر شول او خپل دليلونه اوسندونه يې وړاندې کړل .
په همدې ترتيب د يوشمېر شکايتونوپه اړه کمېسيون د شکايتونو له اړوندو لورو څخه د زياتو سندونو د وړاندې کولوغوښتنه وکړه .
د غونډې په پاى کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د رسانه يي سرغړونو او شکايتونو د څېړنې کمېسيون د کاري بهير په زيات ګړنديتوب او د سرغړونواوشکايتونو په څېړنه کې په زيات دقت ټينګاروکړ.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته