خبرونهامنیت

شپږ طالبان په بدخشان کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر
شپږ وسله وال طالبان پرون مازيګر په بدخشان کې د افغان ځواکونو په برید کې ووژل شول.
د ٢١٧ پاميرقول اردو قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختر آژانس ته وويل: دغه وسله والوطالبان او د دوی يو کليدي غړی د بدخشان په مايمي ولسوالۍ پورې اړوند دوآبي کلي کې د افغان ځواکونو په برید کې ووژل شول.
جمال زياته کړه: په دغه بريد کې د دښمن جنګي وسايل هم له منځه وړل شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته