کابل/ د تلې لومړۍ / باختر د بدخشان په نسي درواز ولسوالۍ کې تېره شپه ٦وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور يې ټپيان شول. د بدخشان د پوليسو وياند ثنا الله روحاني باختراژانس ته وويل چې دغه طالبان هغه وخت ووژل شول چې په نسي دروازولسوالۍ کې د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل. هغه وويل چې په نښتو کې ٦ وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور يې ټپيان شول. هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو د سر د زيان په زغملو سره په شاتګ ته اړ شول. ختم/ وهاج/ اکرم
6 د یوې دقیقې څخه لږ