امنیت

شپږ طالبان په غور کې ووژل شول

١٠- کابل / دليندۍ ٢٨مه /باختر
شپږ وسله وال طالبان په غور کې د هېواد دهوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول او دوه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
په دغو وسله والوطالبانو تېره شپه د تيورۍ ولسوالۍ او د فيروزکوه ښار ته څېرمه هغه وخت بريدونه وشول چې په پوځي پوستو يې د يرغل نيت درلود.
د هېواد په لويديځ کې د ظفر قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې وسله وال طالبان د افغان ځواکونو پر پوستو يرغل ته چمتوکېدل چې د هېواد د هوايي حواکونو له خوا پر هغوى بريدونه وشول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبر له مخې، په غور کې د وسله والوطالبانو د جنګي وسايلو يوه زېرمه کشف شوه .
دغه زېرمه په چارسدې ولسوالۍ کې په يو پټنځي کې ساتل کېده .
پوليس وايي له دغې زېرمې څخه يوشمېر بمونه اوماينونه ترلاسه شوي دي.
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته