خبرونهامنیت

شپږ طالبان په فاریاب کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
شپږ وسله وال طالبان تېره شپه په فاریاب کې د هوایي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول او د هغوی د اخاذيو یوه سیمه له منځه لاړه.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند باختر آژانس ته وویل چې هوایي ځواکونو د دولت آباد ولسوالۍ په چارشغنو کلي کې د وسله والو طالبانو د اخاذیو پر سیمه برید وکړ چې په پایله کې ۶ وسله وال طالبان ووژل شول او ۵ نور یې ټپیان شول.
د یو بل خبر له مخې:
د فاریاب پولیسو پرون مازیګر د دولت آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو د یو قوماندان ملا فاروق ورور ملا جمعه له یو کلاشینکوف سره ونیو.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته