Uncategorized

شپږ طالبان په لوګر کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ۱۳ مه / باختر
د لوګر د مرکز په بیدک سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو په نښته کې شپږ طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د پل علم په بیدک سیمه کې د افغان ځواکونو پر سنګر برید کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې د افغان ځواکونو په ځوابي ‌‌‌ډزو کې ۶ طالبان وژل شوي او ۴ نور یې ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته