خبرونهامنیت

شپږ طالبان په نورستان کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ١٩مه / باختر   

شپږ وسله وال طالبان په نورستان کې له افغان سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.

دغه طالبان تېره شپه له ډیورنډ کرښې څخه په تېرېدو سره د نورستان د کامدېش ولسوالۍ ته ننوتل او غوښتل یې د افغان سرحدي ځواکونو پرکاروان برید وکړي چې پوځيانو پرې برید وکړ.

د هېواد په ختیځ کې یوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وویل چې په دې جګړه کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول.

هغه وویل چې طالبانو د ډیورنډ کرښې اخوا د پوځيانو د سپرلۍ پر کاروان د برید لپاره نورستان ته راغلي وو.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته