امنیت

شپږ طالبان په نيمروز کې ووژل شول

کابل / د کب ۹ مه / باختر
شپږ وسله وال طالبان پرون د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د هېواد د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول.
د ٢١۵ ميوند قول اردو يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د نيمروز د خاشرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
هغه وويل چې په دغه بريد کې د طالبانو دوه قرارګاوې، دوه فولډر موټرونه او دوه موټرسايکلونه له منځه يوړل شول.
د يو بل خبر له مخې:
د نيمروز پوليسو د يوه بوشکه يي ماين په شنډولو سره چې په يو کرولا موټر کې ځاى پرځاى شوی و، په دغه ولايت کې د يوې بوږنوونکې پېښې مخه ونيوله.
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول وويل چې پوليسو دغه ماين د يوکرولا موټر د پلټنې په وخت کې ترلاسه او شنډ کړل.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته