Uncategorized

شپږ طالبان په نيمروز کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
د يوه سرګروپ په ګډون شپږ وسله وال طالبان تېره شپه په نيمروز کې ووژل شول.
د ٢١٥ ميوند قول اردو يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې د نيمروز د دلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې د لومړۍ نمبرلارې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
خبرځاى وويل چې د نښتې په پايله کې د يوه سرګروپ محمد نبي ذاکر په ګډون شپږ وسله وال طالبان ووژل شول او اووه نور یې ټپيان شول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته