خبرونهامنیت

شپږ طالبان په کونړ کې ووژل شول

کابل / د وري ۲۷ مه / باختر

شپږ وسله وال طالبان په کونړ کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.

دغه نښته تېره شپه ډيورنډ کرښې ته څېرمه یوه کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې   وسله والو طالبانو د پوځيانو پر کاروان بريد وکړ.

د هېواد په ختيځ کې يوه جګپوړي پوځي مقام باختر آژانس ته وويل چې په دې نښته کې د وسله والو طالبانو شپږ غړي وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته