امنیت

شپږ وسله وال طالبان په پکتیکا کې ووژل شول

 کابل / د ليندۍ٢٨مه / باختر
شپږ وسله وال طالبان تېره شپه په پکتیکا کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په هوایي برید او نښته کې ووژل شول.
د۲۰۳ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ایمل مومند باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ په محمد دوست کلي او د برملې ولسوالۍ په مربوطاتوکې له امنیتي او دفاعي منسوبينو سره په نښته او هوایي بریدکې ووژل شول.
مومند زیاته کړه چې په برید کې د طالبانو د عشر او زکات د مسوول په ګډون ۴ وسله وال طالبان ونیول شول، یو طالب ټپي شو او یو کلاشینکوف ترلاسه شو.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته