خبرونهټولنه

شپږ ټولګټې پروژې په دایکنډي کې پرانیستل شوې

۱۳- کابل / د مرغومي ٩ مه / باختر
د یو.ان-هبیتات موسسې د دایکنډي په مرکز کې ۶ ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
په دایکنډي کې د هبیتات دفتر مسوول محمد عظیم باقري باختر آژانس ته وویل چې یادې پروژې د ۵۰۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت ۶ ټولګټې پروژې جوړې شوې دي چې د ښوونځیو لپاره د ودانیو او د ورزشي سالون او جمنازیوم جوړول پکې شامل دي چې د یاد ولایت په مرکز نیلي ښار کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو پروژو په پرانیستلو کې د دایکنډي سیمه ییزو مسوولینو او د دولتي ادارو یوشمېر رییسانو او د مرستندویو موسسو استازو ګډون کړی و.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته