امنیت

شپږ پاکستاني اتباع د جاسوسۍ په تور ونيول شول

١٠- کابل / دمرغومي ٢٦مه /باختر
شپږ پاکستاني اتباع چې ويل کېږي د جاسوسۍ لپاره افغانستان ته راغلي و، په قندهار کې ونيول شول.
پوليس وايي له دې جملې څخه ٤ تنه نيول شوي کسان د پاکستان د پوليسو مامورين او د اي اس اي د استخباراتي سازمان برحاله غړي دي .
دغه٦ پاکستاني اتباع په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې وېژندل شول او ونيول شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ له نيول شويو پاکستاني اتباعو څخه ٢ تنه يې د چمن اوسيدونکي دي ، د افغان امنيتي ځواکونو د مسوولينو د څرګندونوله مخې، د پاکستان استخباراتي سازمان دغه کسان د جاسوسۍ لپاره افغانستان ته استولي و.
دغه ٢ تنه د موټرو د پېرودنې په پلمه د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د قندهار د سپين بولدک ولسوالۍ ته راغلي و.
د قندهار امنيه قوماندان جنرال تادين خان باختراژانس ته وويل چې دغه ٦ تنه پاکستان ته جاسوسي کوله.
هغه تاييد کړ چې ٤ تنه نيول شوي کسان د پاکستان د استخباراتي سازمان اود پوليسو برحاله غړي دي.
د قندهار د امنيتي ځواکونو مسوولين وايي چې له نيول شويوکسانو څخه ترلاسه شوي سندونه او د هغوى لومړنى اعترافونه د دوى جاسوسي ثابتوي .
تراوسه پورې په افغانستان کې د دغو پاکستاني جاسوسانو د ماموريت د جزيياتو په اړه څه نه دي ويل شوي .
جنرال تادين خان درې مياشتې مخکې هم په قندهار کې د وسله والوطالبانو او د څو تنوپاکستاني جنرالانو په ګډ کاروان د بريد خبرورکړ چې د هغه په خبره د افغان ځواکونو له يوې پوستې څخه د فلم په اخېستلو بوخت و.
په افغانستان کې د جاسوسۍ په تور د پاکستاني اتباعو نيول کېدل نوې خبره نه ده مخکې له دې افغان امنيتي مقاماتو په وار وار د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د جاسوسي په تور د پاکستاني اتباع د نيولو خبرورکړې و .
پاکستان تراوسه پورې په افغانستان کې د خپلو دغو ٦ اتباعو د نيول کېدو په اړه غبرګون نه دى ښودلى.
د افغانستان حکومت تل په پاکستان د ډار اچوونکو ډلو د ملاتړ او په افغانستان کې په روانو ناراميو کې د لاس لرلو تور لګولى دى .
ختم ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته