ورزش

شیګل لوبډلې په کونړ کې د کرکټ د سیالیو اتلولي خپله کړه

کابل/ د کب ۲ مه/ باختر
د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د (نشه يي توکو له منځه وړل) په نامه د کرکټ پیل شوې سیالۍ د شیګل لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
یادې سیالۍ یوه اوونۍ وړاند د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې چې د شلتن او شیګل لوبډلو یې پایلوبې ته لاره پيدا کړه.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ د پایلوبې په مراسمو کې د شلتن ولسوال عجب خان ماموند ځوانان ښوونې او يووالي ته وهڅول او له دوی یې وغوښتل چې د نشه يي توکو له کارونې ځان او ټولنه وساتي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته