فرهنګ

شېوای شرق: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ليکوالو د آثارو چاپ ته چمتو دی

کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين وايي چې دغه وزارت چمتو دى د هېواد د ليکوالو او فرهنګيانو هغه آثار چاپ کړي چې چاپ ته چمتو دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېوای شرق چې د دغه وزارت د مطبوعاتو په نړيوال تالار کې د “آيينه ګران” کتاب د مخکتنې په غونډه کې خبرې کولې؛ له ليکوالو او فرهنګيانو سره دا ژمنه وکړه.
د “آيينه ګران” کتاب چې پرون يې مخکتنه وشوه؛ سيد فيض الرحمن رائد قريشي په ٣٠٣ مخونو کې ليکلى دى او د هغو کسانو شهرت او اندېشه پکې شامله ده چې د حضرت بيدل د شاګردانو په توګه پېژندل کېږي، له هغه څخه یې الهام اخیستى او خپله د عرفاني آثارو پنځوونکي دي.
شېوای شرق په دې غونډه کې په هغو ټولنو کې چې له تاوتريخوالي سره مخ دي، د عرفاني آثارو، شعرونو او اندېشو د اغېزمنتوب په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل: پرخاشګر عرفان چې کرشتي نفي کوي، حقيقت ته د انسان د رسېدو لپاره د حل اساسي لاره ده، لکه څنګه چې انسان تلي.
هغه وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چمتو دی په نوي لمريزکال کې د هېواد د ليکوالو او فرهنګيانو هغه آثار چاپ کړي چې چاپ ته چمتو دي.
ختم – ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته