ورزش

صدیقي ګروپ، په نړیوالوسیالیوکې د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم مالي ملاتړکوي

کابل / د تلې / ۲۳ / باختر
د افغانستان کرکټ بورد ، د نړۍ د کرکټ د شل آوریزو سیالیو ترسره کولوته یواځې درې ورځې پاتې دي، په دغو سیالیوکې د کرکټ د ملي ټيم مالي ملاتړکوونکي صدیقي ګروپ معرفي شو.
صدیقي ګروپ منلی چې د نړۍ د کرکټ د سیالیوترپای ته رسېدوپورې ۴۵۰ زره دالرد افغانستان کرکټ بورد ته ورکړي او د دغې پیسې په بدل کې خپل تجارتي اعلانونه خپاره کړي.
د باختراژانس خبریال د خبرله مخې، د افغانستان کرکټ بورد اعلام وکړچې صدیقي ګروپ ته د کرکټ د ملي ټيم مالي ملاتړ سپارل، روښان او د نړۍ د اصولو مطابق دی.
د کرکټ شل آوریزنړیوال سیالۍ تردریو نورو ورځولپاره د افغانستان په ګډون د نړۍ د لسوغورو ټیمونوترمنځ ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ بورد وايي چې د ملي ټيم په بشپړه چمتوالي سره به په دغو سیالیوکې ګډون وکړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته