کابل / د زمري ٢١مه / باختر:
د بادغيس والي وايي وسله والو طالبانو پرون مازيګر په دغه ولايت کې خپل بريدونه له سره پيل کړي او تراوسه د دغې ډلې ٦٠ غړي له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د باخترآژانس د خبرله مخې: د بادغيس والي حسام الدين شمس وايي، وسله والو طالبانو له ٢٥ ورځو اوربند وروسته د دغه ولايت د قلعه نو ښار اود بادغيس مرکز پر څو برخو بريدونه پيل کړي چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي دي.
هغه زياته کړه: په دې نښتو کې د دې دلې د ٤ قوماندانانو په ګډون څه د پاسه ٦٠ وسله وال طالبان ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول.
د بادغيس والي وايي وسله وال طالبان پر دولتي تاسيساتو او د استوګنې پر کورونو هاوانونه توغوي.
هغه زياته کړه، امنيتي او دفاعي ځواکونه د تيارسى په حال کي دي او طالبانو ته به اجازه ورنکړي چې ښار ته ننوځي.
\ ذ