امنیت

طالبانو ته درې تنه درمل وړونکي نيول شوي دي.

کابل باختر دکب دمياشتې پنځلسمه
د لغمان ولايتي چارواکي وايي، ملي امنيت وسله والو طالبانو ته د درملو وړونکي درې تنه نيولي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک باختراژانس ته وويل، چې تېره شپه د ملي امنيت ځواکونو د يو لړ ځانګړو عملياتو پرمهال درې تنه هغه کسان نيولي، چې د وسله والو طالبانو ټپيانو ته يې د لومړنۍ درملنې په موخه درمل لېږدول.
ځواک وايي، نيول شويو کسانو په خپلو جرمنو اعتراف کړی او د نورو څېړنو لپاره په دغه رياست کې تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته