امنیت

طالبانو ته په فاریاب کې د سر زیان واوښت

میمنه / دزمري / ۲۳/ باختر
د طالبانو د پوځي مسوول قاري شعیب په ګډون ٢٧ وسله وال طالبان تېره شپه په فاریاب کې ووژل شول .
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند باختر اژانس ته وویل چې څه د پاڅه ۲۰۰۰ طالبان له څلورو لورو د میمنې ښار پر پوستو او دفاعي کرښو برید وکړ چې د پوځیانو د مقاومت له امله د طالبانو د پوځي مسوول قاري شعیب په ګډون ۲۷ تنه طالبان او یو پاکستاني تبعه د ذاکر احمد په نامه ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول .
خبرځای زیاته کړه چې د دغې ډلې نور افراد له اوږدې جګړې وروسته له ساحې څخه وتښتېدل
په نښته کې پوځیانو ته زیان نه دی اوښتی .
/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته