خبرونهامنیت

طالبانو د ارغنداب ځينې سيمې ونيولې

۲۶- کابل / د لیندۍ ۱۹ مه / باختر
وسله والو طالبانو د نويو بريدونو په ترڅ کې د قندهار د ارغنداب ولسوالۍ ځينې سیمې ونيولې.
يرغلګرو تېره شپه له څو استقامتونو د ارغنداب پر بازار پراخ بريدونه وکړل.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ د يرغلګرو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړې لا هم دوام لري .
د قندهار يوې امنيتي سرچینې باختر آژانس ته وويل چې په وسله والو طالبانو پورې تړلو يرغلګرو په ارغنداب کې د سيند پر دواړو خواوو کې څو کلي نيولي دي او همدا اوس په تابين سيمه کې يوه پوځي قرارګاه د وسله والو طالبانو له خوا کلابنده شوې ده.
ويل کېږي وسله والو طالبانو يوه اوونۍ مخکې ويلي وو چې د ارغنداب ولسوالۍ د نيولو نيت لري.
د قندهار د ارغنداب يو اوسېدونکى وايي چې طالبانو له دوى څخه غوښتي وو چې له دې ولسوالۍ څخه ووځي.
د قندهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر جنرال فريد مشعل وايي چې کومکي ځواکونه ارغنداب ته استول شوي دي او طالبان له دغې ولسوالۍ څخه د تېښتې په حال کې دي.
هغه وويل: په ارغنداب کې د تېرې شپې په نښته کې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.
په ارغنداب کې د طالبانو خبردارى د دې سبب شو چې د سيمې زرګونه اوسېدونکي په دي سړه هوا کې نورو ځايونو ته لاړ شي چې زياتره يې په جوماتونو او ښوونځيو کې شپې سبا کوي او کور، خوړو، درملو، جامو او پيسو ته زياته اړتيا لري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې:
دیارلس وسله وال طالبان په قندهار کې په نويو نښتو کې ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار په ژيړي، پنجوايي، ميوند او ارغستان ولسواليو کې د افغان ځواکونو پر پوستو د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته رامځته شوې.
د قندهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر جنرال فريد مشعل ويلي دي چې په جګړو کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او يرغلګر تېښتې ته اړ شول.
هغه وويل چې په جګړو کې پوځيانو او سيمې اوسېدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى\ ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته