امنیت

طالبانو د فراه د امنيې قوماندانۍ يو ملکي کارکوونکۍ وواژه

کابل / د وري ٢٨مه/باختر
وسله والوطالبانو په فراه کې د امنيې قوماندانۍ يوکارکوونکى په ډزو سره وواژه.
نوراحمد پرون ناوخته فراه ښار ته څېرمه د اشپل کوه په ساحه کې د طالبانولاس ته ورغې اوطالبانو هغه د خلکو په وړاندې په ډزو سره وواژه .
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند فاروق حضرتي باختراژانس ته وويل چې يرغلګرو د فراه د امنيې قوماندانۍ د دغه ملکي کارکوونکي له وژلو وروسته وتښتېدل.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته