امنیت

طالبانو د هلمند د بُست راډیو د خپرولو مسوول برمته کړ

کابل / د زمري ۱۸مه / باختر
د هېواد په جنوب کې د «نی» یا د آزادو رسنیو د ملاتړې ادارې مسوول وايي چې وسله والو طالبانو په هلمند کې د بُست راډیو د خپرولو مسوول نعمت الله همت د دغه ولایت له ناوې ولسوالۍ څخه برمته کړی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړې ادارې مسوول عبدالسمیع غیرتمل وویل چې طالبانو د بُست راډیو د خپرولو مسوول نعمت الله همت له ځان سره بیولی دی.
غیرتمل زیاته کړه چې هغه له کور څخه د دندې په لور روان و چې برمته شو او تراوسه یې برخلیک نه دی معلوم.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته