خبرونهامنیت

طالبانو يوه اتلس کلنه نجلۍ په بغلان کې ووژله

۲۷- کابل / د مرغومي ۲۷ مه / باختر
وسله والو طالبانو نن سهار د بغلان په تاله برفک ولسوالۍ کې يوه نجلۍ هغه وخت ووژله چې د هغې د سپرلۍ د موټر چلوونکى د طالبانو د پلټنې په پوسته کې موټر ونه دراوه.
د بغلان د تاله برفک ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې يوشمېر ملکي کسان چې په يوه سراچه ډوله موټر کې د تاله برفک ولسوالۍ له لارې د دوشي ولسوالۍ په لور روان و، د وسله والو طالبانو د پلټنې له پوستې سره مخ شول.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې؛ موټر چلوونکى د طالبانو د پلټنې په پوسته کې موټر ونه دراوه چې د طالبانو د ډزو په پايله کې يوه ۱۸کلنه نجلۍ ووژل شوه، يو سړى ټپي شو او يو تن یې ونيو.
ختم-ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته