امنیت

طالبانو په غور کې یو ملکي وګړی وواژه

کابل / د زمري ۴مه / باختر
وسله والو طالبانو پرون په فېروزکوه – دولتیار ولسوالۍ لاره کې یو ملکي وګړی په ډزو سره وواژه.
د غور د امنیې قومندانۍ ویاند باختر آژانس ته وویل چې دغه ملکي وګړی د دولتیار ولسوالۍ په کورک سیمه کې وژل شوی دی.
دغه پېښه له هغه وروسته رامنځته شوه چې د دولتیار ولسوالۍ اوسېدونکی سید یحیی له خپلې مېرمنې او کوچنی زوی سره د خپلې مور پوښتنې ته روان و.
ناپېژاندو وسله والو کسانو پرون هم د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې دوه امنیتي منسوبین ترور کړل.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته