امنیت

طالبانو په ګرزيوان کې د سر زيان ولېد

کابل / د وري١٤مه / باختر
په فارياب کې تېره شپه د وسله والو طالبانو د دريو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ٢٦ وسله وال طالبان ووژل شول.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند باخترآژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د فارياب په ګرزيوان ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په بريدونو کې ووژل شول.
خبرځاى وويل په دې هوايي بريدونو کې ٣٣ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
ويل کېږي دغه وسله وال طالبان د ګرزيوان ولسوالۍ په سرچکان کلي کې دغور او سرپل ولايتونو څخه پرامنيتي پوستو د بريدونو لپاره راټول شوي وو چې له بريدونو مخکې پرې هوايي بريدونه وشول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته