خبرونهامنیت

طالبانو یو ښوونکى په بدخشان کې  وواژه

 کابل/ د مرغومي٥مه / باختر

وسله والو طالبانو بدخشان کې په  یوه صحرايي محکمه کې د يو ښوونځي ښوونکى      په ډزو  وواژه.

د را رسېدولو خبرونوله مخې؛ یرغلګرو تېرماښام دغه ښوونکى په  زورله ځان سره بوته او د یمګان ولسوالۍ د لسګونو اوسېدونکو پر وړاندې هغه وواژه.

د بدخشان دامنیې قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني باخترآژانس ته وویل؛ یرغلګرو دغه ښوونکى په دې دلیل چې په  دولتي ښوونځي کې لوست ورکوي ، وواژه.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي  ویلي.

د شنګان کلي هغه ځای چي دغه  ښوونکى پکې  ووژل شو  وسله وال طالبان پکې         شتون لري.

پای\ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته