ټولنه

عالمان باید د نظام د تخریب کوونکو او خوارجو ریښتینې څېره ولس ته بربنډه کړي

کابل / لیندۍ ۱۵مه / باختر
دغه څرګندونې نن د لغمان والي قاري زین العابدین د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولایت دیني عالمانو، خطیبانو او ولسونو ته په خطاب کې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ هغه دغه راز په خپلو خبرو کې پر ديني عالمانو غږ وکړ چې د خلکو ذهنونه روښانه کړي او د نظام د تخریب کوونکو، خوارجو او داعشي جنګیالیو ريښتینې څېره خلکو ته بربنډه کړي.
هغه د خپلو خبرو پر دوام وویل: اسلامي امارت په ټول هېواد کې امن راوستی، اوس اسلامي نظام قایم شوی دی او موږ باید د اسلامي امارت ملاتړ وکړو.
هغه زیاته کړه: دلته هېڅوک د ویرې احساس نه لري او د هېواد هرې برخې ته ټول خلک په آزادانه ډول سفرونه کوي. هغوی چې یوځل بیا غواړي دا هېواد د جګړې پر میدان بدل کړي، عالمان او عام خلک باید اجازه ورنکړي، موږ کلونه وروسته د یو اسلامي نظام څښتنان یوو، باید پالنه یې وکړو.
په همدې حال کې د ارشاد، حج اوقافو رییس مولوي عبدالقادر عمري هم په خپلو خبرو کې له دیني عالمانو څخه وغوښتل چې اختلافاتو ته دې لمن ونه وهي، ولس سره راټول کړي او د هغوی ترمنځ اختلافات ختم کړي.
د غونډې په پای کې ديني عالمانو د اوسني اسلامي نظام ملاتړ وکړ او ډاډ یې ورکړ چې هېچا ته به د نظام د تخریب اجازه ورنه کړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته