سیاست

عمران خان کابل ته ورسېد

۱۱- کابل / د لړم ٢٩ مه / باختر
د پاکستان صدراعظم عمران خان نن په يو رسمي سفر کابل ته ورسېد.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني د جمهوري رياست په ارګ کې د ځانګړو تشريفاتو په ترڅ کې د پاکستان د اسلامي جمهوريت صدراعظم ته هرکلى ووايه.
عمران خان په کابل کې د خپل يو ورځني سفر په بهير کې به، له افغان مقاماتو او دغه راز له جمهوررييس محمد اشرف غني سره ليدنې وکړي او د خبرو په پاى کې د دواړو هېوادونو مشران به په يو ګډ خبري کنفرانس کې ګډون وکړي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته