سیاستخبرونه

غربي هېوادونو ته د تلونکو افغانانو په اړه والیانو ته د امیرالمؤمنین حفظه الله هدایات

کابل / د لیندۍ ۱۷مه / باختر
قال الله تبارک وتعالی: یا ایها الذین آمنوا لا تتخذوا عدوی و عدوکم اولیاء (الایة) و قال النبي صلی الله علیه وسلم: أنا بريءٌ من کل مسلم یقیم بین أظهر المشرکین ( الحدیث).
هغه افغانان چې د سیاسي یا اقتصادي ستونزو په پلمه د هېواد پرېښودلو ته زړه ښه کوي او ځينې بیا له کم عمره ماشومانو او مېرمنو سره غربي هېوادونوته د تللو تکل لري، چې بیا د مختلفو دلایلو له امله له ځنیو امنیتي، اخلاقي او نورو بشري ستونزو سره مخ کېږي، لکه:
• د لارې په اوږدو او کمپونو کې له ناوړه حالاتو سره مخ کېدل چې د خپلوانو او عامو افغانانو د خفګان سبب ګرځي.
• د ځینو مغرضو برنامو له مخې عقائد، اخلاق او معنوي ارزښتونه له خطر سره مخ کېږي.
• د اوسېدو د جواز په خاطر د اسلام او اسلامي نظام خلاف تهمت او جعلي اسنادو برابرولوته اړ کېږي.
• په عوض د دې چې د ځینو اشخاصو مسلکي وړتیا د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ په لاره کې صرف شي، هلته په عادي او حتی په ځینو حقیرو چارو سرته رسولو کې صرف کېږي.
‍‍له دې امله دې والي صاحبان د اړوندو مسئولینو او علماء کرامو په همکارۍ له هغوی سره مخامخ وویني، د هغوی ستونزې دې واوري او د ممکنه حل لارو پیدا کولو په هکله دې ورسره مرسته وکړي.
همدا راز دې د امنیتي تدابیرو د لازیاتوالي هڅه جاري وساتي، چې چاته د ویرې خپرولو فرصت میسر نه وي او په ځانګړې توګه څوک د تجارانو، کسبه کارو او متخصصینو د خدمتونو او فعالیتونو په وړاندې خنډ ایجاد نه شي کړای.
پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته