سیاستخبرونه

غلام محمد استحق زي د ملګروملتو په سازمان کې د افغانستان استازى ټاکل شوى

 کابل/ دغبرګولي ٥/ باختر

غلام محمد اسحق زي د ملګروملتو په سازمان کې د عادله راز پر ځاى چې د ماموريت دوره يې پاى ته رسېدلې ده  د افغانستان د دايمي استازي په  توګه ټاکل  شوى دى.

ويل کېږي عادله راز په  واشنګټن کې د افغانستان د سفيرې په توګه ټاکل  شوې ده.

اسحق زي تردې  وړاندې  د ملګروملتو سازمان د پرمختيايي پروګرامونو د استازي په توګه اذربايجان کې دنده ترسره کوله.

د بهرنيو چارو وزارت  وياند ګران هېواد ويلي چې هغه به ډېر ژر د ملګروملتو په سازمان کې د افغانستان د دايمي استازي په توګه خپله دنده پيل کړي.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته