سیاستخبرونه

فاطمه مورچل د جمهوري ریاست عالي مقام د ویاند مرستیاله وټاکل شوه

کابل / د لیندۍ ۱۹ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غني د حکم په اساس، فاطمه مورچل د جمهوري ریاست عالي مقام د ویاند مرستیاله وټاکل شوه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ مېرمن فاطمه مورچل د عامه او ستراتیژیکو اړیکو ادارې په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررییس د ۲۴۹۱ حکم په اساس، په فوق رتبه بست کې ګومارل شوې ده.
همدا راز د عامه او ستراتیژیکو اړیکو ادارې په وړاندیز او د هېواد د جمهوررییس په منظورۍ، محمد حیدري په لومړي بست کې د یادې ادارې د دفتر ریاست د عامه اړیکو چارو د متخصص په توګه ټاکل شوی دی.
د یادونې ده چې مېرمن فاطمه مورچل د امریکا متحدو ایالتونو د کلیفورنیا چپمن (Chapman) پوهنتون څخه په حقوقو کې ماسټري او محمد حیدري په نړیوالو اړیکو کې ماسټري لري.#
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته