سیاستخبرونه

قاضي القضات د يوناما د قانون د واکمنۍ د برخې له رييسې سره وکتل

٥١- کابل / دسلواغې ٨مه /باختر
قاضي القضات او د سترې محکمې رييس قانون پوه سيد يوسف حليم نن د يوناما د قانون د واکمنۍ څانګې له رييسې ميرمن رومانا شوايګر سره چې په افغانستان کې د هغې ماموريت پاى ته رسېدلى دى د مخه ښې کتنه وکړه .
باختراژانس ته د سترې محکمې د رياست د معلوماتو له مخې ؛ په دې کتنه کې لومړى ميرمن شوايګر د هغو ښو اړيکو چې د يوناما د قانون د واکمنۍ او د عدلي اوقضايي ارګانونو له دې جملې څخه د قضايه قوې ترمنځ تينګه شوې ده ستاينه وکړه او دغه راز د هېلې په څرګندولو سره وويل چې د سترې محکمې رهبري وکولاى شي له دغو ټولو چلنجونو سره د قانونيت د ټينګښت او د عدالت د تامينولو په تګلوري کې تينګ ګامونه پورته کړي .
وروسته د قضايه قوې او د يوناما د دفتر ترمنځ د اړيکو د تامينولو او زيات تفاهم په لاره کې د ميرمن شوايګر رول او هلې ځلې وستايلې او زياته يې کړه چې ميرمن شوايګر د عدلي اوقضايي بنسټونوپه تېره بيا د قضايه قوې ښه همکاره وه چې د قضايي کار تجربې ته په پاملرنې او په ښه درک او درايت سره بريالې شوې وه د قضايه قوې د لارې پرسر پرتې ستونزې اوچلنجونه ومومي چې د هغې احساس د قدر وړ ده .
ختم – ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته