کابل / د مرغومې ۱۵ مه / باختر
قمر بنست په لغمان او ننګرهار کې د کرونا د درملنې له روغتونونو سره د اکسیجن ډبو، ماسکونو او نورو توکو مرسته وکړه.
د دغه بنسټ مسوول قاری محمد الماس مومند باختر اژانس ته وویل چې نن یې د لغمان او ننګرهار د کرونا د درملنې له روغتونونو سره د ۵۰ اکسیجن ډبو ، ۳۰۰۰ ماسکونو او دوه کارتنه د میکروب وژنې مایع مرسته وکړه.
د یادونې وړ ده چې قمر بنسټ د افغانستان په شلو ولایتونو کې فعالیت کوي او په بېلابېلو برخو کې د بې وزلو او اړمنو لاس نیوی کوي.
ن/ر
2 د یوې دقیقې څخه لږ