کابل / د وري ۲۱ مه / باختر
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې نن ۴۹ پروژې پرانیستل شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه پروژې د شبرغان ښار په ۴٠ کليو کې د ماشومانو د ملاتړ دفتر په مرسته د څه دپاسه ۵۰ ميليونو افغانيو په لګښت تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
ويل کېږي د دغو پروژو له ښېګڼو څخه سلګونه کورنۍ ګټه اخلي.
پاى \ ذ
3 د یوې دقیقې څخه لږ