ټولنه

لسګونوکورنيوته د څښا ک اوبه برابره شوه

کابل /د مرغومي ٢٨مه /باختر
په هرات کې د اوبو رسونې د يوې شبکې په جوړولو سره لسګونوکورنيوته د څښاک روغتيايي اوبه برابره شوه .
د دغې شبکې اوبه د انجيل ولسوالۍ د يوې غره له لمنې څخه له يوې چينې څخه تامنېږي اودغه اوبه په دوو زيرمو کې راټولېږي او د نلونو په واسطه څوکليو ته رسول کېږي.
د هرات د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا د رياست يومسوول باختراژانس ته وويل چې د اوبو رسونې د دغې شبکې په جوړولو سره ١٧٠کورنيو د څښاک روغتيايي اوبو ته لاسرسۍ پيدا کړ.
د سيمې اوسيدونکي د اوبو رسونې د دغې شبکې له جوړولو څخه خوشحاله دي او وايي چې کلونه کلونه له غير روغتيايي اوبو څخه د استفادې په دليل په ناروغيتو اخته کېدل.
ختم ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته