امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول .

کابل باختر دچنګاښ  اته ويشتمه :
دملي اردو کوماندو تيره شپه کندز ښار ته څيرمه په يولړ عملياتو کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکوماندو دځواکونو وياند احمدجاويد سليم باختراژانس ته وويل چې دکوماندو ځواکونو دغه عمليات کندز ښار ته څيرمه هغه وخت ترسره کړل چې وسله والو طالبانو غوښتل  په پوځي مرکزونو بريدونه وکړي .
دغه عمليات پنځه ساعته دوام وکړ او طالبانو دزيانونو په زغملو سره له ساحې څخه وتښتيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته