امنیت

لس تنه په نیمرزو کې د نشه يي توکو د پلورنې په اړوند ونیول شول

کابل / د مرغومي / ۱۳ / باختر
لس تنه په نیمروزکې د نشه يي توکو د پلورنې په اړوند ونیول شول.
د را رسېدلوخبرونوله مخې، دغه کسان پرون روږدو کسانوته د نشه يي توکود پلورلوپه وخت کې د امنیتي ځواکونوله لوري ونیول شول.
له نیول شویوکسانوڅخه په لسګونو پوری نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
د نیمروز د پولیسو ادارې له نشه يي توکوسره د مبارزې مدیرملا جمعه خان عثماني باخترآژانس ته وویل چې دغه کسان روږدو کسانوته د نشه يي توکو د پلورنې مامور وو.
هغه وویل چې د نیول شویوکسانودوسیې ډیر ژرعدلي او قضايي ارګانونوته سپارل کېږي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته