امنیت

لس تنه په پيښور ښار کې وتښتول شول .

پيښور جيونيوز باختر د تلي  شپاړلسمه :
ناپيژندل شويو کسانو نن سهار  لس تنه دپيښور ښار دمتاني له ناحيې  څخه  وتښتول .
دباخترآژانس  دخبر له مخې  : ناپيژندل شويو وسله والو کسانو درې نقليه واسطې  چې  دکوهات ښار په لور  روانې وې  ودرولې   او لس تنه يې  له ځانه سره بوتلل او دريو ښځو ته دتللو اجازه  ورکړه .
پوليسو  ددوى دموندلو  لپاره پلټنې  پيل کړي دي .
دغه  لس تنه  له يوې ورځې  وروسته هغه وخت  وتښتول  وشول  چې پرون  دپيښور ښار په بډه  بيره  ناحيه کې  چاودنه  وشوه  چې  امله يې شپږ تنه  ووژل  شول او ديارلس تنه  ټپيان شول .
دغه چاودنه  دماشومانو دګوزڼ  دواکسيناسيون دکارکوونکو دسپرلۍ  موټر ته څيرمه رامنځته شوې ده  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته