خبرونهامنیت

  لس تنه پوځيان په بلخ کې ووژل شول

کابل /د وري  ٢٤مه /باختر

د بلخ په يوې پوځي قرارګاه د طالبانو په بريد کې  ١٠ تنه پوځيان ووژل شول او ٣ نور ټپيان شول.

د رارسېدلوخبرونوله مخې، يرغلګرو تېره شپه په چمتال ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو په دغه قرارګاه  يرغل وکړ.

د بلخ يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې جګړه  څو ساعته دوام وکړ چې په بهيرکې ١٠ تنه پوځيان ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

هغه وويل  په دې جګړه کې وسله والوطالبانوته هم د سرزيان اوښتى دى خودقيق شمېريې معلوم نه دى

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نۀ دي ويلي

ختم_ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته