کابل / د چنګاښ ۲۳مه / باختر
امنيتي ځواکونو تېره شپه په بادغيس کې ۱۰ وسله وال طالبان ووژل.
د ٢٠٧ظفر قول اردو مطبوعاتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالباند د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې چې د بادغيس په مرکز قلعه نو ښار په مربوطاتو کې ترسره شول، ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه چې د دغو عملياتو په بهير کې څلور نور وسله وال طالبان ټپيان شول او جنګي وسايل يې ويجاړ شول.
ختم- شکريه-اکرم