امنیت

لس طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ۲۹ مه / باختر
لس وسله وال طالبان تېرماښام د پلخمري ـ سمنګانو د لومړۍ نمبر لویې لارې د سرخ کوتل او تاجکانو په مربوطاتو کې ووژل شول.
د۲۰۷ پامیر قول اردو باختر آژانس ته خبر ورکړ چې پر دغو طالبانو د پلخمري ـ سمنګانو په لومړۍ نمبر لاره کې د وسایطو د پلټنې او باج اخیستنې په وخت کې هوایی برید وشو او ووژل شول او اووه نور یې ټپیان شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په دغه هوایي برید کې د دښمن جنګي وسایل هم ویجاړ شوي دي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته